ملي شخصیت (سټه) چاته ویل کيږي او باید کومې ځانګړنې ولري؟
تر ټولو مهمه ځانګړنه د ملي شخصیت لپاره داده چې هغه باید نه د داخلي او یا بهرنی استخباراتي جاسوسو کړیو تر ولکې لاندی کار کړی وی او د قدرت د لاسته راوړلو لپاره د هیڅ یو بهرنی هیواد په دستور د خپلو خلکو وینې تویی کړی وی. د تاریخ په اوږدو کې داسی ډیر لږ کسان پیدا کيږي چې د خپل ژوند په اوږدو کې داسی سیاسي یا نظامي کړنې ترسره کړی وی چې د خپلو ټولو خلکو د ټولنیز ژوند د هوساینی او د داخلي او بهرنی استبدادي کړیو د خلاصون سبب ګرځیدلی وی او په دې توګه یې د تاریخ او یا ملت په ذهنونو کې ځای پیدا کړی وی . سیاسي او نظامي شخصیتونه او ملي یا مذهبي رهبران د تاریخ په اوږدو کې ډیرې اساسي او مهمې کړنی ترسره کړی او د تاريخي مسیر په بدلون کې اساسي نقش لوبولی . ځکه دوی د خپلو استعدادونو او رهبری قوت په کارولو سره د تاریخ مسیر ته تغیر ورکړی او ټولنه یې د هوسا ژوند او یا هم د تباهۍ او بربادۍ کندو ته سوق کړي. د ګران هیواد په معاصر تاریخ کې یعنی د افغانستان د مستقل دولت د تاسیس څخه وروسته چې د احمد شاه بابا لخوا يې اساس کیښودل شو د ګوتو په شمېر څو ملي شخصیتونه د هیواد په سیاسي تاریخ کی ځلیدلی چې هر یو د تاریخ په مختلفو دورو کې ځینې کارنامې ترسره کړی او له دې نړۍ څخه یې سترګی پټی کړی دی چې عبارت دی له
۱- احمد شاه دراني: د افغانستان بنسټ ایښودونکی چې په کال (۱۷۴۷) کې د افغانستان د دولت اساس او بنسټ یی کیښود او د افغانستان ملت ته یې یوه مشخص او لوی جغرافیایي قلمرو چې د نن ورځې څخه پراخه وه په برخه کړ. او افغانانو ته یې ملي حاکمیت او هویت وبخښل او خپله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړی.
۲- غازي محمد اکبرخان : د افغان او انګلیس لمړنۍ جګړی قهرمان چې په ډیر زيرکتيا سره یې وکولای شو د انګلیس د سیاسي استازی مکناټن شومې او مردودې دسیسې خنثی کړې او په مخامخ جګړه کې يې هغه ته ماتې ورکړه او د انګریز اشغالګری قواوی يې دیته اړ کړې چې ترڅو د افغانستان څخه زر تر زره ووځي او د یوې اوونۍ په اوږدو کې د انګریزی قواوو ۱۶ زره جنګي عساکرو څخه صرف یو تن د داکتر برایدن په نوم هغه هم په ټپي حالت کې ځان د جلال اباد نظامي کمپ ته ورساوه تر څو خپلو بادارانو ته د خپل خونړی شکست خبر ورسوی.
۳- غازي ایوب خان : د میوند د جګړی فاتح په دوهمه جګړه کې د افغانانو او انګریزانو ترمنځ د افغاني قواوو د فوځ سر اعلی قومندان په صفت خپل زړورتیا په ډاګه کړې او د هلمند ولایت د میوند په دښته کې يې انګریزانو ته ماتی ورکړه، او بالاخره انګریزان دیته اړ شول تر څو د افغانستان څخه پښی سپکی کړی .
۴- غازي امان الله خان : دافغان خوځښت د ټولنی رهبر چې د افغانستان د سیاسي خپلواکی ګټلو لپاره د انګلیس قواوو په وړاندی د جګړی اعلان وکړ (۱۹۱۹م) چې د افغاني ځوانانو د سرښندنی په پايله کې انګلیسي قواوی د یوی میاشتی څخه وروسته د راولپنډي معاهدې لاسلیک ته غاړه کیښود او د افغانستان سیاسي خپلواکی یې په رسمیي ډول قبوله کړه.
۵- سردار محمد داود خان : لمړی وزیر ( ۱۹۵۳-۱۹۶۳م) او د هیواد لمړی جمهور ریس (۱۹۷۳-۱۹۷۸م) هم یو له ملي شخصیتونو څخه شمیرل کیږی چې د افغانستان د ترقي او پرمختګ لپاره نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړی دی . سربیره پدی داود خان یو زړور او باغروره شخصیت و چی د ثور د اوومې کودتا په مقابل کې (۳۰) ساعته جګړه وکړه او د خپل کلک عزم او ارادی له امله کودتاچیان ورته د تسلیمیدو وړاندیز وکړ اما داود خان په مقابل کې ورته وویل چی زه به هیڅکله کمونستانو ته تسلیم نشم . د داود خان دا کړنه ملت ته یو درس و چې باید هیڅکله هم څوک باطل ته تسلیم نشی . داود خان د خپل افغاني شهامت ،غرور او زړورتیا د ساتلو لپاره نه یوازی خپل ځان قربان کړ بلکه د خپل کورنۍ (۱۷) غړی نور هم د افغاني کلتور د ساتلو لپاره قرباني کړل . داودخان په نړیواله کچه هم د نورو دولتونو سره د افغاني شهامت او زړورتیا د فرهنګ له مخې اړیکې ساتلی چه ښه مثال یې د روسیې او پاکستان دولتونه دی چې هیڅکله هم د هغوی تر تاثیر لاندی رانغی او د خپل زړورتیا او افغاني غرور په درلودلو سره هیچاته د غلامي سر ټیت نکړ او تل هسکه غاړه ګرځیده.
د ملي شخصیتونو سربیره داسې نور محلي شخصیتونه او قهرمانان هم وجود لري چې د ملی شخصیتونو ترڅنګ یې د ګران هیواد د ازادي لپاره کلکه مبارزه کړې، باید د هغوی څخه هم یادونه وشی لکه میر مسجدي خان کوهستاني، عبدالله خان اچکزایي, امین الله خان لوګري , میر بچه خان کوهدامني, عبدالقادر خان اوپیاني, غازی محمد جان خان او غازي میر زمان خان کنړي او داسی نور ...
شمس حبیب