Navbar Fixed


09
Dec 2025
ملي شخصیت (سټه) چاته ویل کيږي او باید کومې ځانګړنې ولري؟
Admin
ملي شخصیت (سټه) چاته ویل کيږي او باید کومې ځانګړنې ولري؟

تر ټولو مهمه ځانګړنه د ملي شخصیت لپاره داده چې هغه باید نه د داخلي او یا بهرنی استخباراتي جاسوسو کړیو تر ولکې لاندی کار کړی وی او د قدرت د لاسته راوړلو لپاره د هیڅ یو بهرنی هیواد په دستور د خپلو خلکو وینې تویی کړی وی. د تاریخ په اوږدو کې داسی ډیر لږ کسان پیدا کيږي چې د خپل ژوند په اوږدو کې داسی سیاسي یا نظامي کړنې ترسره کړی وی چې د خپلو ټولو خلکو د ټولنیز ژوند د هوساینی او د داخلي او بهرنی استبدادي کړیو د خلاصون سبب ګرځیدلی وی او په دې توګه یې د تاریخ او یا ملت په ذهنونو کې ځای پیدا کړی وی . سیاسي او نظامي شخصیتونه او ملي یا مذهبي رهبران د تاریخ په اوږدو کې ډیرې اساسي او مهمې کړنی ترسره کړی او د تاريخي مسیر په بدلون کې اساسي نقش لوبولی . ځکه دوی د خپلو استعدادونو او رهبری قوت په کارولو سره د تاریخ مسیر ته تغیر ورکړی او ټولنه یې د هوسا ژوند او یا هم د تباهۍ او بربادۍ کندو ته سوق کړي. د ګران هیواد په معاصر تاریخ کې یعنی د افغانستان د مستقل دولت د تاسیس څخه وروسته چې د احمد شاه بابا لخوا يې اساس کیښودل شو د ګوتو په شمېر څو ملي شخصیتونه د هیواد په سیاسي تاریخ کی ځلیدلی چې هر یو د تاریخ په مختلفو دورو کې ځینې کارنامې ترسره کړی او له دې نړۍ څخه یې سترګی پټی کړی دی چې عبارت دی له
۱- احمد شاه دراني: د افغانستان بنسټ ایښودونکی چې په کال (۱۷۴۷) کې د افغانستان د دولت اساس او بنسټ یی کیښود او د افغانستان ملت ته یې یوه مشخص او لوی جغرافیایي قلمرو چې د نن ورځې څخه پراخه وه په برخه کړ. او افغانانو ته یې ملي حاکمیت او هویت وبخښل او خپله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړی.
۲- غازي محمد اکبرخان : د افغان او انګلیس لمړنۍ جګړی قهرمان چې په ‌ډیر زيرکتيا سره یې وکولای شو د انګلیس د سیاسي استازی مکناټن شومې او مردودې دسیسې خنثی کړې او په مخامخ جګړه کې يې هغه ته ماتې ورکړه او د انګریز اشغالګری قواوی يې دیته اړ کړې چې ترڅو د افغانستان څخه زر تر زره ووځي او د یوې اوونۍ په اوږدو کې د انګریزی قواوو ۱۶ زره جنګي عساکرو څخه صرف یو تن د داکتر برایدن په نوم هغه هم په ټپي حالت کې ځان د جلال اباد نظامي کمپ ته ورساوه تر څو خپلو بادارانو ته د خپل خونړی شکست خبر ورسوی.
۳- غازي ایوب خان : د میوند د جګړی فاتح په دوهمه جګړه کې د افغانانو او انګریزانو ترمنځ د افغاني قواوو د فوځ سر اعلی قومندان په صفت خپل زړورتیا په ‌ډاګه کړې او د هلمند ولایت د میوند په دښته کې يې انګریزانو ته ماتی ورکړه، او بالاخره انګریزان دیته اړ شول تر څو د افغانستان څخه پښی سپکی کړی .
۴- غازي امان الله خان : دافغان خوځښت د ټولنی رهبر چې د افغانستان د سیاسي خپلواکی ګټلو لپاره د انګلیس قواوو په وړاندی د جګړی اعلان وکړ (۱۹۱۹م) چې د افغاني ځوانانو د سرښندنی په پايله کې انګلیسي قواوی د یوی میاشتی څخه وروسته د راولپنډي معاهدې لاسلیک ته غاړه کیښود او د افغانستان سیاسي خپلواکی یې په رسمیي ډول قبوله کړه.
۵- سردار محمد داود خان : لمړی وزیر ( ۱۹۵۳-۱۹۶۳م) او د هیواد لمړی جمهور ریس (۱۹۷۳-۱۹۷۸م) هم یو له ملي شخصیتونو څخه شمیرل کیږی چې د افغانستان د ترقي او پرمختګ لپاره نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړی دی . سربیره پدی داود خان یو زړور او باغروره شخصیت و چی د ثور د اوومې کودتا په مقابل کې (۳۰) ساعته جګړه وکړه او د خپل کلک عزم او ارادی له امله کودتاچیان ورته د تسلیمیدو وړاندیز وکړ اما داود خان په مقابل کې ورته وویل چی زه به هیڅکله کمونستانو ته تسلیم نشم . د داود خان دا کړنه ملت ته یو درس و چې باید هیڅکله هم څوک باطل ته تسلیم نشی . داود خان د خپل افغاني شهامت ،غرور او زړورتیا د ساتلو لپاره نه یوازی خپل ځان قربان کړ بلکه د خپل کورنۍ (۱۷) غړی نور هم د افغاني کلتور د ساتلو لپاره قرباني کړل . داودخان په نړیواله کچه هم د نورو دولتونو سره د افغاني شهامت او زړورتیا د فرهنګ له مخې اړیکې ساتلی چه ښه مثال یې د روسیې او پاکستان دولتونه دی چې هیڅکله هم د هغوی تر تاثیر لاندی رانغی او د خپل زړورتیا او افغاني غرور په درلودلو سره هیچاته د غلامي سر ټیت نکړ او تل هسکه غاړه ګرځیده.
د ملي شخصیتونو سربیره داسې نور محلي شخصیتونه او قهرمانان هم وجود لري چې د ملی شخصیتونو ترڅنګ یې د ګران هیواد د ازادي لپاره کلکه مبارزه کړې، باید د هغوی څخه هم یادونه وشی لکه میر مسجدي خان کوهستاني، عبدالله خان اچکزایي, امین الله خان لوګري , میر بچه خان کوهدامني, عبدالقادر خان اوپیاني, غازی محمد جان خان او غازي میر زمان خان کنړي او داسی نور ...
شمس حبیب

Responsive Footer