Navbar Fixed



صفحه اصلی / Admin


09
Dec 2025
ملي شخصیت (سټه) چاته ویل کيږي او باید کومې ځانګړنې ولري؟
 Admin
ملي شخصیت (سټه) چاته ویل کيږي او باید کومې ځانګړنې ولري؟

تر ټولو مهمه ځانګړنه د ملي شخصیت لپاره داده چې هغه باید نه د داخلي او یا بهرنی استخباراتي جاسوسو کړیو تر ولکې لاندی کار کړی وی او د قدرت د لاسته راوړلو لپاره د هیڅ یو بهرنی هیواد په دستور د خپلو خلکو وینې تویی کړی وی. د تاریخ په اوږدو کې داسی ډیر لږ کسان پیدا کيږي چې د خپل ژوند په اوږدو کې داسی سیاسي یا نظامي کړنې ترسره کړی وی چې د خپلو ټولو خلکو د ټولنیز ژوند د هوساینی او د داخلي او بهرنی استبدادي کړیو د خلاصون سبب ګرځیدلی وی او په دې توګه یې د تاریخ او یا ملت په ذهنونو کې ځای پیدا کړی وی . سیاسي او نظامي شخصیتونه او ملي یا مذهبي رهبران د تاریخ په اوږدو کې ډیرې اساسي او مهمې کړنی ترسره کړی او د تاريخي مسیر په بدلون کې اساسي نقش لوبولی . ځکه دوی د خپلو استعدادونو او رهبری قوت په کارولو سره د تاریخ مسیر ته تغیر ورکړی او ټولنه یې د هوسا ژوند او یا هم د تباهۍ او بربادۍ کندو ته سوق کړي. د ګران هیواد په معاصر تاریخ کې یعنی د افغانستان د مستقل دولت د تاسیس څخه وروسته چې د احمد شاه بابا لخوا يې اساس کیښودل شو د ګوتو په شمېر څو ملي شخصیتونه د هیواد په سیاسي تاریخ کی ځلیدلی چې هر یو د تاریخ په مختلفو دورو کې ځینې کارنامې ترسره کړی او له دې نړۍ څخه یې سترګی پټی کړی دی چې عبارت دی له
۱- احمد شاه دراني: د افغانستان بنسټ ایښودونکی چې په کال (۱۷۴۷) کې د افغانستان د دولت اساس او بنسټ یی کیښود او د افغانستان ملت ته یې یوه مشخص او لوی جغرافیایي قلمرو چې د نن ورځې څخه پراخه وه په برخه کړ. او افغانانو ته یې ملي حاکمیت او هویت وبخښل او خپله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړی.
۲- غازي محمد اکبرخان : د افغان او انګلیس لمړنۍ جګړی قهرمان چې په ‌ډیر زيرکتيا سره یې وکولای شو د انګلیس د سیاسي استازی مکناټن شومې او مردودې دسیسې خنثی کړې او په مخامخ جګړه کې يې هغه ته ماتې ورکړه او د انګریز اشغالګری قواوی يې دیته اړ کړې چې ترڅو د افغانستان څخه زر تر زره ووځي او د یوې اوونۍ په اوږدو کې د انګریزی قواوو ۱۶ زره جنګي عساکرو څخه صرف یو تن د داکتر برایدن په نوم هغه هم په ټپي حالت کې ځان د جلال اباد نظامي کمپ ته ورساوه تر څو خپلو بادارانو ته د خپل خونړی شکست خبر ورسوی.
۳- غازي ایوب خان : د میوند د جګړی فاتح په دوهمه جګړه کې د افغانانو او انګریزانو ترمنځ د افغاني قواوو د فوځ سر اعلی قومندان په صفت خپل زړورتیا په ‌ډاګه کړې او د هلمند ولایت د میوند په دښته کې يې انګریزانو ته ماتی ورکړه، او بالاخره انګریزان دیته اړ شول تر څو د افغانستان څخه پښی سپکی کړی .
۴- غازي امان الله خان : دافغان خوځښت د ټولنی رهبر چې د افغانستان د سیاسي خپلواکی ګټلو لپاره د انګلیس قواوو په وړاندی د جګړی اعلان وکړ (۱۹۱۹م) چې د افغاني ځوانانو د سرښندنی په پايله کې انګلیسي قواوی د یوی میاشتی څخه وروسته د راولپنډي معاهدې لاسلیک ته غاړه کیښود او د افغانستان سیاسي خپلواکی یې په رسمیي ډول قبوله کړه.
۵- سردار محمد داود خان : لمړی وزیر ( ۱۹۵۳-۱۹۶۳م) او د هیواد لمړی جمهور ریس (۱۹۷۳-۱۹۷۸م) هم یو له ملي شخصیتونو څخه شمیرل کیږی چې د افغانستان د ترقي او پرمختګ لپاره نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړی دی . سربیره پدی داود خان یو زړور او باغروره شخصیت و چی د ثور د اوومې کودتا په مقابل کې (۳۰) ساعته جګړه وکړه او د خپل کلک عزم او ارادی له امله کودتاچیان ورته د تسلیمیدو وړاندیز وکړ اما داود خان په مقابل کې ورته وویل چی زه به هیڅکله کمونستانو ته تسلیم نشم . د داود خان دا کړنه ملت ته یو درس و چې باید هیڅکله هم څوک باطل ته تسلیم نشی . داود خان د خپل افغاني شهامت ،غرور او زړورتیا د ساتلو لپاره نه یوازی خپل ځان قربان کړ بلکه د خپل کورنۍ (۱۷) غړی نور هم د افغاني کلتور د ساتلو لپاره قرباني کړل . داودخان په نړیواله کچه هم د نورو دولتونو سره د افغاني شهامت او زړورتیا د فرهنګ له مخې اړیکې ساتلی چه ښه مثال یې د روسیې او پاکستان دولتونه دی چې هیڅکله هم د هغوی تر تاثیر لاندی رانغی او د خپل زړورتیا او افغاني غرور په درلودلو سره هیچاته د غلامي سر ټیت نکړ او تل هسکه غاړه ګرځیده.
د ملي شخصیتونو سربیره داسې نور محلي شخصیتونه او قهرمانان هم وجود لري چې د ملی شخصیتونو ترڅنګ یې د ګران هیواد د ازادي لپاره کلکه مبارزه کړې، باید د هغوی څخه هم یادونه وشی لکه میر مسجدي خان کوهستاني، عبدالله خان اچکزایي, امین الله خان لوګري , میر بچه خان کوهدامني, عبدالقادر خان اوپیاني, غازی محمد جان خان او غازي میر زمان خان کنړي او داسی نور ...
شمس حبیب

صفحه اصلی / Admin


05
Dec 2025
عوامل اصلی بحران درافغانستان
 Admin
دوستان نهایت عالیقدر ومعزز میخواهم درادامه عوامل اصلی بحران درافغانستان وسپس راه های عملی جلوگیری وکاهش بحران رابه صورت روشن وقابل استفاده برای شرایط واقعی کشور بیان نمایم :
۱_ عوامل اصلی بحران درافغانستان
الف = عوامل سیاسی:
۱_ بی ثباتی حکومت وتغیرات پی هم قدرت ؛
۲_ نبود نظام سیاسی فراگیرکه همه اقوام وگروه ها راشامل کند ؛
۳_ فساداداری گسترده؛
۴_ دخالت ورقابت کشورهای منطقه وجهان درسیاست افغانستان
۵_ نبود قانون مداری وضعف نهادهای دولتی ؛
۶_ مداخله سیاسیون وقوم گرائی ها درمسایل داخلی کشور ؛

ب = عوامل امنیتی:
۱_ جنگ های طولانی وحضور گروه های مسلح غیرمسول؛
۲_ قاچاق اسلحه وموادمخدر؛
۳_ ضعف استخبارات ومدیریت مرزی ؛
۴_ تعصب های قومی ،زبانی، مذهبی عامل اساسی بحران درکشور ؛

ج = عوامل اقتصادی :
۱_ فقرشدید وبیکاری گسترده ؛
۲_ وابستگی به کمک های خارجی ؛
۳_ نبود صنعت واقتصاد تولیدی ؛
۴_ زیرساخت ها ضعیف( راه ها ،برق ،آب وتاسیسات )
۵_ فساد درپروژه ها ی اقتصادی ؛

د = عوامل اجتماعی _ فرهنگی :
۱_ پائین بودن سطح تعین وتربیه؛
۲_ مهاجرت های گسترده دسته جمعی وفردی ،فرارمغزها (سرمایه های انسانی )
۳_ خشونت های خانواده گی وتبعیض های سنتی ؛
۴_ نبود فرهنگ گفتگو وحل مسالمت‌آمیز اختلافات ؛

هه _ عوامل تاریخی :
۱_ جنگ های داخلی پی درپی وملوک الطوافی دهه ها قبل ؛
۲_ میراث بی اعتمادی بین گروه ها
۳_ تقسیمات قومی وساختارهای سنتی قدرت به زورگویان ؛

پس راه جلوگیری وحل بحران چیست ؟
الف _ راهکارهای سیاسی:
۱_ ایجاد یک حکومت فراگیر ومشارکت ملی ؛
۲ _ تقویت حاکمیت قانون واستقلال نهادهای قضائی
۳_ مبارزه جدی بافساد اداری ،شفافیت درقراردادها ،دیجیتالی سازی خدمات ؛
ب _ راهکارهای امنیتی:
۱ _ خنثی سازی گروه های تروريستي باهمکاری منطقو ای ؛
۲_ کنترول مرز ها وجلوگیری ازقاچاق اسلحه وموادمخدر ؛
۳_ احداث بند ها ،راه ها،برق وسیستم آبیاری ؛
۴_ افزايش صادرات ( میوه خشک ،معادن ،سنگ های قیمتی )
۵_ جلوگیری از فرارمغزها باحمایت ازمتخصصان ؛

د _ راهکارهای اجتماعی _ فرهنگی
۱_ تقویت سیستم تعلیم وتربیه وسوادآموزی ؛
۲_ ترویج فرهنگ گفتگو وکاهش تعصب ها ؛
۳_ حمایت اززنان وجوانان درتصمیم گیری ؛
۴_ رسانه های مسولانه برای بالا بردن آگاهی مردم ؛

هه _ راهکارهای اداری ومدیریتی:
۱_ دیجیتالی سازی ادارات برای کاهش فساد ؛
۲_اصلاح ساختار حکومتداری محلی ؛
۳_ شفافیت درهزینه بودجه ومنابع مالی

جمع بندی کوتاه پیرامون موضوع:
====================
بحران افغاستان نتیجه ترکیب عوامل سیاسی ،امنیتی ، اقتصادی ،
اجتماعی وخارجی است ؟
برای جلوگیری ازبحران حکومتداری خوب ،امنیت، اقتصادتولید ی ،مشارکت مالی وآموزش عناصر کلیدی اند . که دراین راستا اتحاد ،اتفاق، همدیگر پذیری، خودگزری هرافغان بااحساس وباوجدان رامیطلبد درغیرآن هیچگاه کشور های شامل قضایای افغانستان نمی‌گذارد تا کشور ما آباد ،مردم ما آرام وپیش، زنان ودختران مظلوم وبی دفاع کشور اززیریوغ اسارت ومردسالاری بیرون آمده به تحصیلات وکاردرجامعه ادامه دهد ،عوامل متذکره هوشیاری ،درایت ویکپارچگی مردم شريف این وطن رامیخواهد بیاید ازتفکر ،درایت ،حوصله مندی ،پذیرفتن یکدیگر به عنوان برادر که دریک خانه مشترک بنام افغانستان زندگی می‌کنید استفاده نماید ،کودرت ها ،کینه توزی ها ،تعصبات قومی ،مذهبی ،گروهی راکنار بگذارید با صمیمیت، اخوت اسلامی وبرادری درکنارهم قراربیگرید تاتوانسته باشیم برای اجنبی ها ودشنمان سوگند خورده این مرزبوم درس عبرت بدهیم
( پیروز ی ما دراتحاد مااست )
درغیرآن ( هرکله وبرخیال ) باعث نابودی فروپاشی وتباهی ماست
نمیتوانیم بااین طرزتفکر وطن خود را آباد ،آزاد نمایم :
موفقیت تک تک شما راازخداوندمتعال استدعامینمایم
منتظرنظریات عالمانه وارزشمند شماهستم
ومن الله توفیق
ارادتمند شما 
سلطانی

صفحه اصلی / Admin


05
Dec 2025
امیر امان الله خان
 Admin
امیر امان الله خان: د افغانستان روښنفکر پاچاامیر امان الله خان (۱۸۹۲-۱۹۶۰) د افغانستان په تاریخ کې یو له هغو شخصیتونو څخه دی چې د هېواد د پراختیا او عصریت په لور یې ستر ګامونه پورته کړل. هغه نه یوازې د یو متجسس او هوښیار فرد په توګه یادېږي، بلکه د یوې داسې دورې بنسټګر و چې په هغې کې افغانستان د خپل استقلال لپاره مبارزه وکړه او د لوېدیځ نړۍ سره د اړیکو د پراختیا هڅه وکړه. د هغه د ژوند او کړنو په اړه خبرې کول د افغانستان په سیاسي تاریخ کې یوه نه هېرېدونکې موضوع ده.
امیر امان الله خان د خپل پلار، امیر حبیب الله خان، له مرګ وروسته په ۱۹۱۹ کال کې د افغانستان پاچا شو. هغه له کوچنۍ ځوانۍ څخه د نړۍ په اړه زیات معلومات راټول کړي و، او د اروپا د پرمختګونو او مدني اصلاحاتو په اړه یې ژوره پوهه درلوده. د دې پوهې او د هغه پر وړاندې د ملت سره د وفادارۍ د احساساتو پراساس، هغه د خپل هېواد لپاره نوښتګر اصلاحات وړاندې کړل چې د هېواد د پرمختګ لپاره بنیادي او تاریخی اهمیت درلودامیر امان الله خان د افغانستان په تاریخ کې د اصلاحاتو یوه دوره پیل کړه. هغه پر دې باور و چې یوازې د معاصرو اصلاحاتو له لارې کولای شي افغانستان له اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو څخه راو باسي. هغه له خپل سلطنت څخه د ډیری داسې اصلاحاتو د تطبیق هڅه وکړه چې د افغانستان په تاریخ کې بې ساري وې.
امیر امان الله خان د افغانستان د غلامۍ سیستم ختم کړ. په ۱۳۰۲ هجري شمسي کې هغه د غلامانو آزادولو لپاره لویه پرېکړه وکړه، چې په کابل کې ۷۰۰ غلامان آزاد شول. دا ګام نه یوازې د انسانیت په برخه کې یو لوی پرمختګ و، بلکه د افغانستان د آزادۍ او خودمختارۍ یوه مهمه نښه هم وه امیر امان الله خان د پوځ په برخه کې هم یو لړ اصلاحات راوستل. هغه په خپلو پوځي صفونو کې روسي انجینران وګماري او د ځینو عصري وسایلو لکه الوتکو او ټوپکونو لپاره د اروپا څخه مرستې ترلاسه کړې. په ۱۳۰۴ هجري شمسي کې د کندهار په ښار کې د هغه په وینا کې د ملت یووالي ته اشاره وکړه: "په افغانستان کې ژوند کوونکي ټول افغانان دي دراني، غلجي څه معنا لري؟ موږ یو موټي اوسو.امیر امان الله خان د ښځو د تعلیم او حقونو لپاره هم ځانګړې پاملرنه وکړه. هغه په خپل واکمنۍ کې د ښځو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړل، او په افغانستان کې یې د معاصر ښوونې لپاره ستر ګامونه پورته کړل. د هغه په وخت کې ډیری ښوونځي پرانیستل شول، او د ښځو لپاره هم د تعلیم دروازه پرانیستل شوه د اقتصاد په برخه کې هم امیر امان الله خان بې ساري هڅې وکړې. هغه د داخلي اقتصادي جوړښت اصلاح کړ، او د مالي سیسټم د سمون لپاره یې هم ځانګړي ګامونه پورته کړل. د هغه په دوران کې د مالیاتو په برخه کې اصلاحات راوړل شول، او په عین حال کې یې د کارګرانو لپاره هم نوي فرصتونه رامنځته کړل. د هغه د اروپا سفر هم د افغانستان د تجارتي اړیکو د پراختیا یوه بې ساري مرحله وه امیر امان الله خان د نړۍ له پرمختللو هېوادونو سره د اړیکو پراخولو ته زیاته پاملرنه وکړه. هغه په ۱۹۲۷-۱۹۲۸ کې د اروپا سفر وکړ او په دغه سفر کې یې د افغانستان لپاره ګڼ شمېر پوځي او صنعتي تجهیزاتو ترلاسه کړل. هغه د ۵۳۵۰۰ ټوپکونو، ۸ الوتکو، ماشینونو او فابریکو راوړلو له لارې د افغانستان د دفاعي او صنعتي سکتورونو په پرمختګ کې مهم رول ولوبوه.
په مصر کې هغه "لوېدیځ سره د ختیځ اتل" او په ایټالیا کې "انان زیاتا" لقبونه ترلاسه کړل، چې د هغه د نړیوال شهرت او د افغانستان د ودې لپاره یې د مبارزو ښکارندويي کوی د خپلواکۍ د ساتنې لپاره مبارزه
د امیر امان الله خان د ځینو اصلاحاتو او سیاستونو سره، ځینې خلک د هغه د سختۍ او استبداد له امله ناراضه شول. هغه د ۱۳۰۳ هجري شمسي په لویې جرګې کې د وزیرانو پر ضد مقاومت وکړ، چې د هغه د رهبریت پر وړاندې د مخالفت ښکارندويي کوي. په هر حال، هغه د افغانستان د استقلال لپاره مبارزه وکړه، او د خپل هېواد د ازادۍ لپاره یې سترې هڅې وکړې امیر امان الله خان د افغانستان په تاریخ کې د یوه روښنفکر، اصلاحګر او د هېواد د آزادۍ سمبول و. د هغه د اصلاحاتو له امله افغانستان ته د یو نوي عصر پیل ورکړل شو، او د هغه په دور کې ګڼ شمېر انقلابونه او پرمختګونه رامنځته شول. که څه هم د هغه واکمني د ځینو ستونزو سره مخ شوه، خو د هغه په ژوند کې پورته کړل شوې اصلاحات، د افغانستان د تاریخي پرمختګ لپاره یوه مهمه مرحله پاتې شوې ده هغه د یوه ملي قهرمان په توګه د تاریخ په پاڼو کې ځای لري، او د هغه یادونه تل د افغانستان د آزادۍ، پرمختګ او د ملي یووالي سمبول پاتې کیږي.
 صافی

صفحه اصلی / Admin


07
Nov 2025
ډیورنډ کرښه: تاریخي شالید، سیاسي دریځونه او نړیوال غبرګون
 Admin
ډاکټر بسم الله م
ډیورنډ کرښه د افغان ملت په تاریخ کې یو له هغو کرښو څخه ده چې د استعمار، استیلا او جبر نښه ورته ویل کیږی . دی کرښی نه یوازې جغرافیایي ویش رامنځته کړی، بلکې د یوه واحد قام ، کلتور، ژبې او کورنۍ غړي یې په زور سره جلا کړي دي. د افغانانو لپاره دا کرښه یو نه جوړېدونکی یا ناسورزخم دی چې لا هم تازه پاتې دی.
په نولسمه پېړۍ کې، نړۍ د "لویې لوبې" میدان ګرځېدلی وو . انګریزانو د هند لویه خزانه تر واک لاندې لرله، او روسان د مرکزي آسیا له لارې د هند پر لور خوځېدل. د روسانو د نفوذ د مخنیوي لپاره، انګریزانو هڅه وکړه چې افغانستان د هند او روسیې ترمنځ د بوفر زون په توګه وکاروي. د همدې ستراتیژۍ په چوکاټ کې، د انګریزانو استازی سر مورټیمر ډیورنډ کابل ته راورسېد.
په ۱۸۹۳ کال کې، د امیر عبدالرحمن خان او د برتانوي هند د بهرنیو چارو د منشي مورټیمر ډیورنډ ترمنځ خبری وشوی او وروسته بیا دا کرښه د افغان ملت د ارادې خلاف، د یوه قام پر سینه راکش شوه. د دې کرښې له امله، د افغانستان سیمې لکه باجوړ، خیبر، کوټه، وزیرستان، بلوچستان، صوات او نورې له افغانستان څخه جلا شوې .
د وخت پاچا عبدالرحمن خان او له هغه وروسته هېڅ افغان واکمن دا کرښه په رسمیت نه ده پېژندلې او هیڅ داسی سند شتون نلری چی افغان واکمنانو پری لاسلیک کړی وی . کله چې افغانستان خپله خپلواکي اعلان کړه، غازي امان الله خان د زور او جبر له لارې ټول لاسلیک شوي تړونونه باطل اعلان کړل. په ۱۹۴۷ کال کې، پاچا محمد ظاهر شاه د پاکستان د جوړېدو پر مهال په ښکاره توګه اعلان وکړ چې افغانستان د ډیورنډ کرښه نه مني، د افغانستان استازی حسین خان عزیز د ملګرو ملتونو په غونډه کښی چی په همدی اړه راغوښتل شوی وه وی ویل : هغه هیواد چی زمونږ پر خاوره جوړیږی مونږ یی نه منو او نه یی په رسمیت پیژنو . په ۱۹۴۹ کال کې د کابل لویې جرګې چی پکښی د پارلمان ددواړو مجلسونو غړی او د کرښی دواړ خواوو قامی مشرانو او ولسی استازی ګډون درلود دواړو نه یواځی دا کرغیړنه کرښه رد کړه ، بلکی ټول هغه تړونونه چی د استعمار په وخت کی د جبر ، زور او ظلم په واسطه تحمیل شوی وو رد کړه او وی ویل: تر ننه پوری چی کومی پریکړی شوی دی د افغانانو لپاره حقوقی حیثیت او اعتبار نلری او دا پرېکړه د افغان دولتونو لپاره د یوه منشور په توګه پاتې شوه .په کال 1969نړیوال کنوانسیون هم دا فیصله او پریکړه وکړه :ټول هغه قراردادونه ، چی د حاکم او محکوم ، د استعمار او مستعمره ، د ظالم او مظلوم تر مینځ په جبر او زور لاسلیک شوی دی هیڅ حقوقی او نړیوال ارزښت او حیثیت نلری او فسخه دی . بله د پام وړ خبره او سند دادی ، چی ډیورنډ په خپل کتاب کښی د «ډیورنډ ژوند لیک » تر نامه لاندی لیکی: چی ډیورند لاین رسمی سرحد ندی ، دا یوه د نظارت او کنترول لاندی ( بوفر زون ) جغرافیه ده .
د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت قومونه، چې ګډ تاریخ، ژبه او کلتور لري، له یو بل څخه جلا شوي دي. دا جلاوالی نه یوازې د کورنیو اړیکو خنډ شوی، بلکې د اقتصادي تبادلو، تعلیمي فرصتونو او ټولنیز پرمختګ پر وړاندې هم خنډونه رامنځته کړي دي.
د اروپايي پارلمان د مرستیال رییس ریشارډ چارنسکي په یوه مقاله کې راغلي چې "د ډیورنډ کرښې د بیاکتنې وخت رارسېدلی". نوموړي د لوېدیځو هېوادونو غوښتنه کړې چې د افغانستان تاریخي حقونه باید پر ځای شي او دا کرښه باید له سره وکښل شي. دا څرګندونې د نړیوالو سیاستوالو له خوا د افغان دریځ د ملاتړ نښه ګڼل کېږي .
یواځې د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال، د یوې پټې معاملې په لړ کې، د ډیورنډ کرښې په امتداد اغزن تار کش شو او د صفري نقطې پر سر د پاکستان له خوا نظامي تأسیسات جوړ شول. دا عمل د افغان ملت له خوا د خیانت په توګه یاد او د تاریخ پر سینه تور داغ ګڼل کېږي، ددی خیانت یادونه د تاریخپوه ، لیکوال او اکادمیک شخصیت جناب شهسوار سنګروال صاحب په ویدیو یی مرکه کښی چی تازه نشر شویده او لینک یی لاندی شریک شوی دی کتلای شی .
ډیورنډ کرښه د استعمار یوه ظالمانه، غیر انساني او غیر عادلانه پریکړه ده چې د افغان ملت د ارادې خلاف تر سره شوې. دا کرښه نه منل شوې، نه به ومنل شي، او د افغانانو لپاره به تل یو نه جوړیدونکی زخم پاتې وي.
ای د باتور افغان تاریخ جوړونکی نسل بچیانو چی د لوی افغانستان دپاکی خاوری په لمن کښی زیږیدلی یاست دا واورۍ !
په ۱۹۴۷ کال کې، د استعماري قدرتونو د شومو نقشو له مخې، زموږ د پېړیو یووالی د قیچي په څېر پرې شو. یو مصنوعي هېواد، د پاکستان په نوم، د استعمار وروستۍ مورچه وګرځېدله؛ مورچه چې تر نن ورځې پورې د ترهګرۍ، تفرقې، او ناامنۍ زېږنده ده.
پاکستان نه یوازې د انګریز د استعمار وروستۍ پناه ده، بلکې د سیمې پر بدن یو ناسور زخم دی. دا زخم زموږ د سولې، ورورولۍ، او پرمختګ پر وړاندې خنډ دی.
خو باتور لوی افغان ولس، چې د تاریخ په اوږدو کې یې د هر یرغل پر وړاندې لکه غر دریدلی، قربانی ورکړی او میدان یی ګټلی، نن هم د دې توان لري چې د سیمی پر بدن دا ناسورزخم له منځه یوسي. زموږ د اتلانو زړونه، زموږ د شهیدانو وینی، او زموږ د ولس اراده به دا د استعمار وروستۍ مورچه هم ونړوي انشالله .
دا رسالت زموږ پر اوږو دی. دا د زمان او تاریخ غوښتنه ده. دا د راتلونکو نسلونو د بقا او سوکالۍ لپاره ژمنه ده.
ژوندی د وی لوی او خپلواک افغانستان .


Responsive Footer