Navbar Fixed


07
Nov 2025
ډیورنډ کرښه: تاریخي شالید، سیاسي دریځونه او نړیوال غبرګون
Admin
ډاکټر بسم الله م
ډیورنډ کرښه د افغان ملت په تاریخ کې یو له هغو کرښو څخه ده چې د استعمار، استیلا او جبر نښه ورته ویل کیږی . دی کرښی نه یوازې جغرافیایي ویش رامنځته کړی، بلکې د یوه واحد قام ، کلتور، ژبې او کورنۍ غړي یې په زور سره جلا کړي دي. د افغانانو لپاره دا کرښه یو نه جوړېدونکی یا ناسورزخم دی چې لا هم تازه پاتې دی.
په نولسمه پېړۍ کې، نړۍ د "لویې لوبې" میدان ګرځېدلی وو . انګریزانو د هند لویه خزانه تر واک لاندې لرله، او روسان د مرکزي آسیا له لارې د هند پر لور خوځېدل. د روسانو د نفوذ د مخنیوي لپاره، انګریزانو هڅه وکړه چې افغانستان د هند او روسیې ترمنځ د بوفر زون په توګه وکاروي. د همدې ستراتیژۍ په چوکاټ کې، د انګریزانو استازی سر مورټیمر ډیورنډ کابل ته راورسېد.
په ۱۸۹۳ کال کې، د امیر عبدالرحمن خان او د برتانوي هند د بهرنیو چارو د منشي مورټیمر ډیورنډ ترمنځ خبری وشوی او وروسته بیا دا کرښه د افغان ملت د ارادې خلاف، د یوه قام پر سینه راکش شوه. د دې کرښې له امله، د افغانستان سیمې لکه باجوړ، خیبر، کوټه، وزیرستان، بلوچستان، صوات او نورې له افغانستان څخه جلا شوې .
د وخت پاچا عبدالرحمن خان او له هغه وروسته هېڅ افغان واکمن دا کرښه په رسمیت نه ده پېژندلې او هیڅ داسی سند شتون نلری چی افغان واکمنانو پری لاسلیک کړی وی . کله چې افغانستان خپله خپلواکي اعلان کړه، غازي امان الله خان د زور او جبر له لارې ټول لاسلیک شوي تړونونه باطل اعلان کړل. په ۱۹۴۷ کال کې، پاچا محمد ظاهر شاه د پاکستان د جوړېدو پر مهال په ښکاره توګه اعلان وکړ چې افغانستان د ډیورنډ کرښه نه مني، د افغانستان استازی حسین خان عزیز د ملګرو ملتونو په غونډه کښی چی په همدی اړه راغوښتل شوی وه وی ویل : هغه هیواد چی زمونږ پر خاوره جوړیږی مونږ یی نه منو او نه یی په رسمیت پیژنو . په ۱۹۴۹ کال کې د کابل لویې جرګې چی پکښی د پارلمان ددواړو مجلسونو غړی او د کرښی دواړ خواوو قامی مشرانو او ولسی استازی ګډون درلود دواړو نه یواځی دا کرغیړنه کرښه رد کړه ، بلکی ټول هغه تړونونه چی د استعمار په وخت کی د جبر ، زور او ظلم په واسطه تحمیل شوی وو رد کړه او وی ویل: تر ننه پوری چی کومی پریکړی شوی دی د افغانانو لپاره حقوقی حیثیت او اعتبار نلری او دا پرېکړه د افغان دولتونو لپاره د یوه منشور په توګه پاتې شوه .په کال 1969نړیوال کنوانسیون هم دا فیصله او پریکړه وکړه :ټول هغه قراردادونه ، چی د حاکم او محکوم ، د استعمار او مستعمره ، د ظالم او مظلوم تر مینځ په جبر او زور لاسلیک شوی دی هیڅ حقوقی او نړیوال ارزښت او حیثیت نلری او فسخه دی . بله د پام وړ خبره او سند دادی ، چی ډیورنډ په خپل کتاب کښی د «ډیورنډ ژوند لیک » تر نامه لاندی لیکی: چی ډیورند لاین رسمی سرحد ندی ، دا یوه د نظارت او کنترول لاندی ( بوفر زون ) جغرافیه ده .
د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت قومونه، چې ګډ تاریخ، ژبه او کلتور لري، له یو بل څخه جلا شوي دي. دا جلاوالی نه یوازې د کورنیو اړیکو خنډ شوی، بلکې د اقتصادي تبادلو، تعلیمي فرصتونو او ټولنیز پرمختګ پر وړاندې هم خنډونه رامنځته کړي دي.
د اروپايي پارلمان د مرستیال رییس ریشارډ چارنسکي په یوه مقاله کې راغلي چې "د ډیورنډ کرښې د بیاکتنې وخت رارسېدلی". نوموړي د لوېدیځو هېوادونو غوښتنه کړې چې د افغانستان تاریخي حقونه باید پر ځای شي او دا کرښه باید له سره وکښل شي. دا څرګندونې د نړیوالو سیاستوالو له خوا د افغان دریځ د ملاتړ نښه ګڼل کېږي .
یواځې د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال، د یوې پټې معاملې په لړ کې، د ډیورنډ کرښې په امتداد اغزن تار کش شو او د صفري نقطې پر سر د پاکستان له خوا نظامي تأسیسات جوړ شول. دا عمل د افغان ملت له خوا د خیانت په توګه یاد او د تاریخ پر سینه تور داغ ګڼل کېږي، ددی خیانت یادونه د تاریخپوه ، لیکوال او اکادمیک شخصیت جناب شهسوار سنګروال صاحب په ویدیو یی مرکه کښی چی تازه نشر شویده او لینک یی لاندی شریک شوی دی کتلای شی .
ډیورنډ کرښه د استعمار یوه ظالمانه، غیر انساني او غیر عادلانه پریکړه ده چې د افغان ملت د ارادې خلاف تر سره شوې. دا کرښه نه منل شوې، نه به ومنل شي، او د افغانانو لپاره به تل یو نه جوړیدونکی زخم پاتې وي.
ای د باتور افغان تاریخ جوړونکی نسل بچیانو چی د لوی افغانستان دپاکی خاوری په لمن کښی زیږیدلی یاست دا واورۍ !
په ۱۹۴۷ کال کې، د استعماري قدرتونو د شومو نقشو له مخې، زموږ د پېړیو یووالی د قیچي په څېر پرې شو. یو مصنوعي هېواد، د پاکستان په نوم، د استعمار وروستۍ مورچه وګرځېدله؛ مورچه چې تر نن ورځې پورې د ترهګرۍ، تفرقې، او ناامنۍ زېږنده ده.
پاکستان نه یوازې د انګریز د استعمار وروستۍ پناه ده، بلکې د سیمې پر بدن یو ناسور زخم دی. دا زخم زموږ د سولې، ورورولۍ، او پرمختګ پر وړاندې خنډ دی.
خو باتور لوی افغان ولس، چې د تاریخ په اوږدو کې یې د هر یرغل پر وړاندې لکه غر دریدلی، قربانی ورکړی او میدان یی ګټلی، نن هم د دې توان لري چې د سیمی پر بدن دا ناسورزخم له منځه یوسي. زموږ د اتلانو زړونه، زموږ د شهیدانو وینی، او زموږ د ولس اراده به دا د استعمار وروستۍ مورچه هم ونړوي انشالله .
دا رسالت زموږ پر اوږو دی. دا د زمان او تاریخ غوښتنه ده. دا د راتلونکو نسلونو د بقا او سوکالۍ لپاره ژمنه ده.
ژوندی د وی لوی او خپلواک افغانستان .

Responsive Footer